Home خانه

یوی خور میسج کړی وه: چی ایا main memory د cpu یوه برخه نده...؟؟؟

یوی خور میسج کړی وه: چی ایا main memory د cpu یوه برخه نده...؟؟؟

تبصره:

Rammina 400 که څوک د RAM نوم اخلي، که څوک Physical Memory یادوي، او که څوک Main Memory نوم اخلي، نو پوه شی چی دا دری واړه نومونه یو ډول معنی لري، یعنی RAM, Physical Memory, Main Memory دری واړه یو شان دي.
مګر main memory ته هیڅکله د cpu برخه نشو ویلی، په بله معنی main memory جدا هارډویر ده چی د bus په واسطه له cpu سره وصلیږي. د cpu میموری د cache په نامه یادیږي.
د cache memory چیرته وجود لري؟؟؟
د پروسیسر په داخل کی هغه پټه حافظه چی ډیټا پکی د لنډ وخت لپاره ساتل کیږی، د cache memory په نامه یادیږی، یا د CPU او RAM په منځ کی یوه کوچنی چټکه حافظه ده، چی معلومات پکی د لنډ وخت لپاره ساتل کیږی.

که ذیر شو هارډیسک او ریم دوه جدا حافظی دي، چی ریم زر الوتونکی حافظه او هارډیسک ډیټا د ډیر وخت لپاره ساتي.