کمپیوتر سرویس ته هرکله راشی!
به کمپیوتر سرویس خوش آمدید!
Home خانه
چين درستې نړۍ ته وړيا انټرنيټ ورکوي
چين درستې نړۍ ته وړيا انټرنيټ ورکوي
موږ او تاسې خو چې ډېر زور ووهو نو يوازې څو جي بي انټرنيټ په سلګونو افغانيو واخلو او هغه هم راڅخه کمپنۍ غلا کړي، خو نوی خبر دا دی چې يوې چينايي کمپنۍ تابيا نيولې چې درستې نړۍ ته به وړيا انټرنيټ ورکوي. د لنک شیور نیټورک په نامه يوه چينايي کمپنۍ وايي، دوی به تر دوه زره شپږ ويشتم کال پورې فضا ته دوه سوه او دوه اويا سټلايټونه ولېږي چې درسته نړۍ به يې محاصره کړې وې.
دغه سټيلايټونه به نړۍ ته انټرنيټ ورکوي، هغه هم په بشپړه توګه وړيا.
راتلونکی کال به د دغې کمپنۍ لومړنی سټلایټ فضا ته ولېږل شي، په دوه زره شلم کې به لس نور او تر دوه زره او شپږ ويشتم پورې به دوه سوه او دوه اويا سټلايټونو په فضا کې د ځمکې پر مدار وچورلي.
دغه کمپنۍ وايي، دا مهال په نړۍ کې څلور ميليارډه انسانان انټرنيټ نه لري، خو دوی چې بريالي شي، بيا به داسې څوک په نړۍ کې نه وي چې موبايل ولري او انټرنيټ پکې نه وي.