Home خانه

ساینس او تخنیک

ساینس او تخنیک

Bil 400څلورکاله مخکې ګوګل پریوې داسې پروژې کار شروع کړ، چی پرمټ به یې موټر بیله موتروان څخه ترخپل ټاکلي هدف پورې رسیږي. البته دغه ډول پروژه نه یواځې داچې ډیره پرمختللې تکنالوژي باید پکې وکارول شي؛ بلکی دامریکایي قانون پوهانو څخه باید دچلولو اجازه هم ترلاسه کړی. تراوسه پوری ددی موتر دچلولو اجازه ګوګل شرکت ته نده ورکول شوې، خو یواځې د ازموینې لپاره اجازه ورته ورکړل شوې وه، چې ازموینه یې هم په بریالۍ توګه ترسره شوې. ګوګل دوې ورځې مخکې یو بل نوی ماډل موتر اعلان کړ دغه موټر بیله بریکه او دانسان له کنترول څخه کارکوي یعنې بریک او اکسلیټر Accelerator نه لري.

دغه موټر دپخوانيو موټرو څخه جلاډول ډیزان شوی. ددی موتر سرعت ۲۵ میله په یوه ساعت کې دی. سرعت یې ځکه ورکم کړی چی دټکر په صورت کې زیات زیان ونه رسوي. دموټر باندنې جوړونکي مواد ارتجاعي خاصیت لري یعنې اوسپنه نده پکې کارول شوې، کله چې ټکر رامنځته کیږي لکه ربړته ورته شکل غوندې راټولیږي. دغه موټر چې په بریښنا چلول کیږي او دوه مسافر لیږدولای شي په سر باندې کامره لري. کامره ټوله ساحه سکین کوې او سیستم ته لحظه په لحظه معلومات لیږی . ګوګل نقشې google maps یو بل ډیر لوی خدمات دی چې دا شرکت یې ټولې نړۍ ته وړیا ورکوي ددغو نقشو څخه په استفادې موتر خپله ټاکلې لار پیداکوي ، ترافیکي قوانین مراعتوي، کله چې کوم څه مخې ته ورځي، دریږي او پس له هغه حرکت کوي. ګوګل که څه هم داموټر بې موټروانه جوړ کړی ولې د بیړني حالت په رامینځته کیدو سره یو سور بټن لري او کله چې کیکاګل شي موټر ځای پرځای دریږي. دغه موتر دموبایل په یوځانګړي پروګرام سره هم کنترول کیدای شي. یعنې دموټر خاوند کولای شي، چې خپل موتر ځانګړي ځای ته ولیږي او په عینې حال کې خپل دموتر موقیعت لحظه په لحظه کتلای شي. تراوسه پورې لا داپروژه په لومړنیو مراحیلو کې ده ،څو کاله وخت لا پکاردی، چی دهیواد قانون پوهانو او ترافیکي چار واکو څخه دچلولو اجازه واخلي. دهرې پروژې شروع له څه ناڅه مشکلاتو سره مخ وي ولې د وخت په تیریدو پرمختګ کوي.